حبیب الرحمن حکمتیار
Habiburahman Hekmatyar

د هر هیواد وګړی پخپل تاریخ ویاړی ،

بازگشت
2 میزان 1399           
Comment  0
د هر هیواد وګړی پخپل تاریخ ویاړی ، کوشش هم دا کوی چی خپل تاریخ په ښه توګه بیان او راتلونکی نسلونه پری خبر کړی. مخکی له دی چی نړی کی پر جمهوریت ولاړ حکومتونه رامنځته شی، د ټولو هیوادو په تاریخ کی د شاهی نظامو شاهد یو. اوس خو ځینی د امریکا متحده ایالاتو په څیر هیواد هم نیوکی کوی چی هلته جمهوریت نشته بلکی د کمپنیو مالکان دی چی پر هیواد حکومت کوی او اصلی قدرت د هغوی په لاس کی ده، د ولس ذهنیتونه هغوی جوړوی، خارجی سیاست هغوی وضع کوی، دا چی په کوم هیواد یرغل وکړی او یا دا چی څوک د ولس مشری لپاره نوماند کړی او... ټول همدا د کمپنیو مالکان کوی.
خو دی سره سره چی کله خبره د جمهوریت او شاهی نظامو په هکله وی په پوهنتونو کی محصلینو ته د جمهوریت ځانګړتیاوو په اړه او دا چی څنګه جمهوریت د ټولنی حقوق ، عدالت، شفافیت، پرمختګ او... سبب ګرځی او شاهی نظام څنګه په دی هکله ممانعت او سستی کولی شی تدریس ورکول کیږی. اسلام هم د مسلمانانو رأی ته اهمیت ورکوی او دا چی دوی باید پخپله خوښه خپل مشر تعیین کړی او په زوره بیعت ترلاسه کول صحیح نه ګڼی. اسلام د جمهوریت غوښتونکو له ډیرو مدعیانو مخکی د مسلمانانو د رأی او نظر غوښتنه د مشر په ټاکلو کی لازمی ګڼلی.
ځما په نظر غوره به دا وی چی کله په وینا کی له یوشخص اشتباه کیږی او پخپلی اشتباه هم اعتراف کوی او خپل منظور هم بیانوی چی هدف یی د جمهوریت او شاهی نظامو پرتله کول وو، نو موږ ته بهتره داده چی قومی مسایلو ته رنګ ورنکړو او ټرافیک جوړو نکړو. زه چی ګورم په دی مسایلو کی زموږ ځینی هیوادوال ډیر ژر ګرم شی او لیکنو ته زور ورکړی.
ځما نظر دادی چی هیواد کی مو ستونزی سیاسی او خارجی اړخونه لری، نه قومی ستونزی. موجوده سیاسی ستونزی هم خارجی بعد لری او داخلی بعد یی د خارجی په پرتله ډیر کمرنګ او ضعیف ښکاری. قومونه ټول په مینه او محبت په هر ولایت او ولسوالی کی سره ګډ ژوند کوی.
اوس خبره داده چی څنګه فکر وکړو، ولیکو، او نور تری متاثر کړو. آیا ښه داده چی افغانانو ته د دی احساس ورکړو چی په هیواد کی مو د دی له کبله ستونزو سره مخ یو چی قومونه سره دښمنان دی؟ که دا تصور ورکړو چی قومونه سره ګډ ژوند کوی، خو په هیواد کی مو د ستونزو اصلی ریشه د بهرنیانو په لاسوهنو ، د قدرت ساختار، او سیاسی مشکلاتو له کبله ده؟ ځما په نظر غوره به داوی چی دویم انتخاب ولرو، د اول په انتخاب سره که څه موجود هم نه وی هغه ته رنګ ورکوو او ریشی یی ژوری کوو.