حبیب الرحمن حکمتیار
Habiburahman Hekmatyar

مور

بازگشت
26 سنبله 1399           
Comment  0
قرآن کریم په متعددو آیاتو کی حضرت عیسی د حضرت مریم زوی معرفی کړی.
د حضرت عیسی د ژوند قیصه د خپل مور له نوم سره تړل شوی. او په ابن مریم، عیسی ابن مریم او المسیح ابن مریم په نامه یاد شوی.

کله چی الله سبحانه تعالی قرآن کریم او انجیل کی د مور نوم یادوی او د نړی ټول مسلمانان او عیسویان پری ایمان لری. نو یواځی همدا کفایت کوی چی د مور نوم یادول د ننګ او ناموس سره پرتله نکړو.
دا چی د حضرت محمد ص او صحابه کرامو د خویندو، میندو او لوڼو نومونه یادیږی د دی معنا دا نشوه چی موږ تر هغوی ډیر غیرت لرو.
ځما ورور صلاح الدین په شریعاتو کی دکتورا لری او وایی چی شرحبيل بن حسنة د اصحاب کرامو له جملی د خپل مور په نامه یادیده او عربو کی دا یو عادی مسئله ده.