حبیب الرحمن حکمتیار
Habiburahman Hekmatyar

یو ځل می د یو مقام خبری اوریدی، کوم ولایت ته په سفر تللی وو،

بازگشت
26 سنبله 1399           
Comment  0

یو ځل می د یو مقام خبری اوریدی، کوم ولایت ته په سفر تللی وو، هغه کابل کی ژوند کوی، په ولایت کی د طالبانو پر ضد ډیر سخت الفاظ وکارول.
وروسته دی ته متوجه شوم چی ولی د ولایت مربوط مشران د طالبانو په هکله داسی الفاظ نه کاروی، هغه مشران چی هملته اوسی، د ولسی جرګی او ولایتی شورا غړی دی یا خپل ولایت کی په یوی اداری کی دنده ترسره کوی. کله کله به می له ځینو دا هم واوریدل چی د ملی اردو د سرتیرو جنازه هم په مشکله ولسوالیو کی ترسره کیږی!!

ښکاره خبره دا وه چی ولایت کی مربوط مشران د طالبانو له حضور او قوت ښه خبر دی خو متاسفانه ځینی مقامات له وضعیت ښه درک نه لری.

یو ځل مو استاد ویل که طالب پخپلی مبارزی کی ناکام شی ، نو نوم به یی د همیش لپاره تروریست وی، خو که کامیاب شول بیا به د هیواد قهرمانان وی. د موافقتنامی نه پس چی تلویزیون ته ګورم ډیرو هغو چی طالبانو ته ښکنځلی کولی اوس نرم الفاظ استعمالوی. طالب دومره مهم شو چی په یو هیئت جوړولو ترڅو طالب سره خبرو ته کښینی په میاشتو میاشتو نه جوړیدل!

ویل کیږی قدرت حق ده، هر لوری چی قدرت ډیر ولری توجیهات یی هم ډیر وی، اکثریت هم ورسره ودریږی، او راتلونکی به هم پخپل زړه جوړوی. طالب سره د متحده ایالاتو تړون د هغوی قوت په نښه کوی او دا چی دی سره یی نړیوال مشروعیت ترلاسه کړ.

ځینو به ویل طالب اسلام لپاره جنګ نه کوی بلکه قدرت غواړی!! زه به دی جملی ته ډیر حیران شوم، نه یم خبر چی مطلب د دوی څه ده آیا تری غواړی له جنګ وروسته په کور کښینی!!؟ طبیعی ده چی قدرت غواړی. او دا هم طبیعی ده چی په هیڅ صورت نه خوښوی له نورو سره یی شریک کړی، مګر د مجبوریت په صورت کی او هغه هم د لنډی مودی لپاره.
بهرنیان هم د دی لپاره چی داخلی قوی لوبغاړی مزید ضعیف کړی، له حکومت کار اخلی، د مهمو لوبغاړو حیثیت راکموی، حکومت ته ونډه ډیره ورکوی، هغه حکومت چی یواځی یو فرد یی مشری کوی ، نه ګوند لری او نه ولس په هغه شکل چی مهمو احزابو پوری تړل شوی له ده سره رابطه لری. یو فرد کولی شی نن دلته او سبا بل ځای کی وی، خو احزابو ته ستونزمنه ده.

هیواد کی هغه مهال سیاسی پرمختګ کولی شو چی ټول شموله وی، په حذف کولو د بحران موقتی حل رامنځته کیږی نه تلپاتی د حل لار. تجربو وښوده چی حذف کولو د هیواد ستونزی نه دی حل کړی بلکی په وخت تیریدو سره یی بل بحران رامنځته کړی.

حبیب الرحمن حکمتیار