حبیب الرحمن حکمتیار
Habiburahman Hekmatyar

جعلی ځانګړتیاوی ځانته مه لټوی

بازگشت
6 سنبله 1399           
Comment  0
هرکار او خصلت د شروع یوه نقطه لری، د کار او خصلت پیل مو باید طبیعی شکل ولری او هغه مهال صحیح نتیجه ورکوی چی د انسانی فطرت له لومړیتوبونو سره په ټکر کی نه وی، خو که چیری د پیل نقطه مو غلطه کړه او دغه خصلتونه مو په هغو مواردو کی استعمال کړل چی لومړتوب نه لری نو بیا تاسو د دغه نیکو خصلتونو اجتماعی ګټی نشی ترلاسه کولی. پای ته ټوپ اچولو سره تاسو د هغه خصلت ځانګړتیاوی نشی ترلاسه کولی، بلکی دا کار مو داسی ښکاری چی د پوهنتون جعلی سند مو جوړ کړی وی.
سخاوت، مهربانی، مرسته، نصیحت، تفریح، ملګرتیا، مشوره، رهنمایی، او.... لومړی له خپلی کورنی شروع کړی، که دا مو ونکړل او له پردو مو شروع کړه بیا تاسو په دغو مواصفاتو او اخلاقو کی صادق نه یاست، او د هر کار په پیل کی چی صداقت نه وی هغه په زړه پوری پایلی هم نه لری. په دی صورت کی ستاسو خصلتونه به د پوهنتون جعلی اسنادو په څیر وی.

زه ځینی خلک پیژنم چی په میاشتو میاشتو خپل ماشومانو کتلو ته نه ورځی، یا ډیری ورځی هغوی سره نه تیروی، په دی کار سره هغه فکر کوی ډیر ژمن انسان ده، ایمان او تقوا یی اسمانو ته رسیدلی، او ځینی هم فکر کوی چی همداسی ده او د ده د مواصفاتو قیصی کوی!! زه تعجب کوم چی دا کوم وحشت ته دوی په ښه سترګه ګوری .
سخاوت دیته وایی چی خپل ترټولو با ارزښته سرمایه مو نورو سره شریک کړی، بی شک چی وخت تر ټولو ډیر ارزښت لری. وخت مو نورو ته ورکړی، تر ټولو لومړی یی خپل میرمن،کورنی غړو،دوستانو ته او بیا وروسته همکارانو او نورو خلکو ته ورکړی، څوک چی فکر کوی ټوله ورځ خپل وخت پردو ته ورکوی ، کورنی ته لومړیتوب نه ورکوی او کورنی سره د مشوری، ناستی، تفریح او ګډ کار ضرورت نه احساسوی هغه لومړیتوبونه نه پیژنی،حتی د پیغمبرانو په سنت عمل نه کوی، سخی نه ده او د مشری ځانګړتیاوی نه لری، د ده کوششونه به هم ټولنی کی موثریت و نه لری، دا لوی ضعف ده چی لومړیتوبونه غلط کړی.

څوک چی پردو سره وخت تیروی او کورنی ته ارزښت نه ورکوی، ځینی منفی خصلتونه پکی رامنځته کیږی هغه دا چی په ډیرو مسائلو کی ځان ته ترجیح ورکوی او تر ټولو نږدی خلک چی د ده کورنی ده په ډیرو مواردو کی ورته توجه نه لری، د انسان د روزنی لومړی ځای کور ده، ستاسو بی پروایی دا د روزنی ځای تخریبوی، دا د مشری خصلت نه ده. څوک چی څه ځانته خوښوی او کورنی غړو ته یی نه خوښوی هغه په مشری نه پوهیږی، په داسی وخت کی تاسو سره حتی د کورنی غړی هم نه پاته کیږی. پردی هم تر خپل وخت تاسو سره وخت تیروی.

که پام مو کړی وی ډیری افغانان پردو لپاره د ناستی ښایسته ځای جوړوی، بیل دفتر نیسی، یا تر ټولو ډیر مصرف پخپل میلمستون کوی، خو کور کی دننه د کورنی سره د ګډ ناستی ځای لپاره هیڅ توجه نه لری، ځینی خو حتی د خپلوانو لپاره هم د ناستی ځای نه جوړوی. فاصلی له همدی پیلیږی. دا چی ډیری افغانان رهبری کی ضعف لری یوه وجه یی کیدی شی همدا وی.

زموږ ټولو پیغمبرانو تر ټولو مخکی خپل کورنی غړو ته توجه کړی، حضرت محمد ص نه پس څلور خلفا د ده نږدی خپلوان ول، حضرت موسی ع پر خپل ورو ډاډه وو، د حضرت محمد ص تره چی حتی مسلمان هم نشو، محمد ص همیشه ورته احترام درلود. پيغمبرانو له خدای ج غوښتی چی د پیغمبری سلسله د ده اولادو کی جاری وساتی،د ټولو مخکی هغوی دعوت کوی، او تر ټولو نږدی یاران یی هغوی ول.
خو زموږ هیواد کی ځینی خلک په دی لومړیتوبونو شرمیږی، دا کار چاته بی غیرتی او ځینو ته ګناه ښکاری، ځینی جاهلان هم همدی بد خصلت ته خوښ او صفتونه یی کوی. حال دا چی دا د ټولو پیغمبرانو سنت ده خو دلته دوی په بی پروایی عمل پری نه کوی.