حبیب الرحمن حکمتیار
Habiburahman Hekmatyar

که زه ووایم فلان ځای کی بمبارد شوی او هیوادوال مو په شهادت رسیدلی

بازگشت
6 سنبله 1399           
Comment  0

که زه ووایم فلان ځای کی بمبارد شوی او هیوادوال مو په شهادت رسیدلی او ټپیان شوی او جنګ کی هم شامل لوری بهرنی استخبارات، حکومت او مخالفین دی خو ځینی ښاغلی د دیرش کالو پخوا قیصی راته کوی چی ستا د پلار د لاسه داسی شوی.

که ووایم هیواد کی بهرنیانو حاکمیت تر پښو لاندی کړی، دوی وایی ستا پلار یی بنسټ ایښی! یعنی شوروی او متحده ایالات ځما په بلنلیک له وسلو سره راغلی!!!

که ووایم اوسنی حکومت،وحدت ملی حکومت،په بن کی جوړ شوی حکومت د بهرنیانو په خوښه رامنځته شوی، دوی توجیه نه لری او د دری لسیزو تیر شوی تاریخی اختلافات موږ ته را په ګوته کوی.

که ووایو ریاست جمهوری او پارلمانی ټاکنو کی فساد وشو، جان کیری تصمیم نیسی، یا جان بولتن په خپل کتاب کی لیکی چی موږ پخپل سفارت کی د اوسنی حکومت جوړولو تصمیم ونیولو. که ګمرکاتو کی فساد کیږی، او که تر ټولو مفسد هیواد په نړی کی زموږ معرفی کیږی، که یواځی پنځو کالو کی تر پنځوس زرو ډیر امنیتی پرسونل وژل کیږی او تر لک ډیر ټپیان کیږی، ملکی مرګ ژوبله تر دی ډیره ده. که په لکونه انسانان هر کال بی ځایه کیږی. دوی بیا هم دری لسیزی تیر شوی تاریخ کی بند پاته او طعنی راکوی.

روسیه او غرب هم لکه چی ځما په دعوت لسګونه زره نظامیانو ،وسلو،توپ او تانګ سره راغلل!! مخدره مواد زیاتوالی هم لکه چی ځما د واک تر سیوی لاندی اسمان ته ورسیدل. یواځی همدا تیر شوی پنځه میاشتو کی تر دولس زره ډیر هیوادوال مو وژل شوی او ټپیان شوی او دا هم لکه چی سراعلی قومندان زه وم.

اوس خبره داده چی ځینی نه پوهیږی د هغو چی ملاتړ یی کوی څنګه یی توجیه کړی، د خپل زرګونو ګندګی پړه د تاریخ په صفحو کی لټوی تر څو نور ملامت کړی.

غوره داده چی د اوسنی وضعیت د ښه کیدو لپاره منتقد اوسی، که هرڅه ښه وو بیا منتقد ته ضرورت نشته، له اوسنی حالت راضی اوسیدل یعنی دا چی موږ هیڅ ستونزه نه لرو، ځینی به مجبوریت لری او ځانته به څه حلالوی، متقدین د اروپا او امریکی په څیر هیوادو کی هم شته، د هغوی شتون ضرور وی تر څو چارواکی په صحیح توګه چاری سمبال کړی او غلطو کړنو ته یی متوجه کړی. د هیواد اوسنی حکومت له هر یوه چی هم پوښتنه وکړی د ستونزو،فساد،عدم مدیریت، او.... لوی لیست به درکړی، خفګان به اظهار کړی او تشویش به لری.

که لږ غور وکړی خپله پوهیږی چی ډیر مسائلو کی دیته ضرورت نه لیدل کیږی چی پردی ملامت کړو، نه د پاکستان پکی کار شته، نه د طالبانو، نه د غرب او نه ستا او ځما. د مثال په توګه په ګمرکاتو کی د فساد مخنیوی لپاره چارواکی مسولیت لری، نه دا چی له تورخم نیولی تر ارګه په فساد کی شامل وی. دا فساد له تیر شوی دری لسیزو سره څه تړاو لری؟! اغزن تار هم لکه چی ځما د واک تر سیوری لاندی په ټول سرحداتو تیر شو. بله جالبه داده چی د دری لسیزو تیر شوی تاریخ ټول لوبغاړی پرته له موږ حکومت کی شامل دی. هغه مو لکه چی میراث کی شریک او له هرڅه پاک او تاسو هم ورسره ښه په شوق اوږه په اوږه کار مخته وړی. دیته هم وګوری چی هیواد کی مو اصلی لوبغاړی څوک ول، د نړی قدرتونو، منطقی او ګاونډیانو پر چا پانګونه کوله، حکومت د کوم لوری په لاس کی وو، د دی دوه لسیزو د ښه نه مدیریت پړه پر چا اچوی؟ یو خو د کوڅو او بازاری بحث وی او ځینی به هم شکر اوباسی چی همدی ښکنځلمارو ته پری پیسی ورکوی، یو دا چی ټول مسائل په خلاصه سینه وڅیړی . دا هره ورځ مشکوک وژنی کابل کی څوک کوی چی نه داعش او نه یی طالب پړه پر غاړه اخلی؟!