حبیب الرحمن حکمتیار
Habiburahman Hekmatyar

لومړی دا چی د لوی جرګی ټولو غړو ته ښاغلی په سپکه ګوری.

بازگشت
6 سنبله 1399           
Comment  0
لومړی دا چی د لوی جرګی ټولو غړو ته ښاغلی په سپکه ګوری. دوی تبلیغ کولو چی ولی موږ برخه نه ده اخیستی، حال دا چی ټول هیوادوال پوهیدل د جرګی تصمیم به څه وی، په همدی اساس ټولو ویل چی بندیان دی خوشی شی او د مشورتی لوی جرګی ضرورت نه لیدل کیږی، جرګی هم ټول په اتفاق همدا فیصله وکړه. پرون یی موږ پسی خبری کولی چی ولی مو برخه نه ده اخستی ، اوس چی جرګی ته په سپکه ګوری او د ولس فیصله نه منی څنګه ځان توجیه کوی!

په میاشتو میاشتو انتظار،د جنګ شدت،په زرګونو افغانانو وژل او ټپی کیدل،او بیا لویه جرګه راغوښتل او د هر بندی په سر شاوخوا لس زره ډالر مصرف کول، خو وروسته چی جرګه هم خپل تصمیم نیسی په دی وخت کی د بهرنیو هیوادو قربانیان او د مخدره موادو قاچاق لومړیتوب پیدا کړی. منفی ذهنیت جوړول،اوسنی وضعیت ته دوام ورکول، جنګ شدت موندل او مرګ ژوبله ډیریدل هغه څه دی چی بین الافغانی مذاکرات ځنډیدلو سره به یی شاهد یو.