حبیب الرحمن حکمتیار
Habiburahman Hekmatyar

هیواد کی مو چی کله هم حاکمانو جرګی راغوښتی

بازگشت
6 سنبله 1399           
Comment  0
هیواد کی مو چی کله هم حاکمانو جرګی راغوښتی د هغوی په خوښه یی تصمیم نیولی، یواځی د پخوانی رئیس جمهور ښاغلی کرزی په وخت کی جرګی د هغه د خوښی خلاف تصمیم ونیولو ترڅو امریکا متحده ایالاتو سره امنیتی تړون امضاء شی، خو جرګی بیا هم هغه مهال پخپل زوړ سنت عمل وکړ او هغه دا چی هیواد کی مو اصلی قدرت د امریکا متحده ایالاتو وو نه د ښاغلی کرزی. نو جرګی هم وویل چی امنیتی تړون باید امضاء شی، د جرګی رئیس هم وویل که امضاء نه شی له هیواد به هجرت وکړی.

اوس به بیا وګورو چی جرګه پخپل سنت عمل کوی یا نه. امریکا متحده ایالات غواړی بندیان خوشی شی، آیا جرګه همدا تصمیم نیسی یا د حکومت پلوی کوی او د بندیانو خوشی کیدل ځنډوی .

ځینی دا هم وایی چی جرګه یواځی د دی لپاره رابلل شوی چی حکومت د خټو پزه ځانته جوړه او بندیان آزاد کړی.
زه باور لرم چی اوسنی جرګه مشوره ورکوی ترڅو باقی څلور سوه بندیان آزاد شی.