حبیب الرحمن حکمتیار
Habiburahman Hekmatyar

څوک چی په فیسبوک کی د خلکو لیکنو،نظریاتو،او شعارو ته اهمیت ورکوی

بازگشت
6 سنبله 1399           
Comment  0

څوک چی په فیسبوک کی د خلکو لیکنو،نظریاتو،او شعارو ته اهمیت ورکوی او مهم، پیژندل شوی رسنی او منابعو ته له پام پرته دریځ غوره کوی ، دا به ډیر سطحی او ماشومانه دریځ وی او تل به د هغو مقابل کی کم راځی چی له اصلی منابعو خپل دریځ غوره کوی .

دیته هم پام وکړی چی فیسبوک مو هیواد کی د ولس اصلی غږ نه ده، جعلی افراد او منابع هغه پر مخ وړی، ډیری وخت به ګوری چی ځینی له حکومت سره مخالفت کوی خو بیا فیسبوک په اکثریت مواردو کی د حکومت په خوښه چلیږی او هغه چی د حکومت منتقدین دی، پر ځان خبر نه وی او د حکومت ډول ته ګډیږی.

ماته یو دوست وویل چی شاید لس زره شاوخوا خلکو ستا ویډیو له نورو سره شریک کړی وی چی د ځمکی د غضب او ستا د نیول کیدو خبره پکی شوی، یعنی څو سوه زره خلکو دا ویډیو لیدلی!!! په ډیر بی شرمی مو پرته له دی چی کوم کار کړی وی، ملامت مو کړی. اوس د دومره جمعیت ذهینت څنګه پاک کړو او توضیحات ورکړو؟!!!

متاسفانه کله کله مشران هم له دی فیسبوکی خبرو متاثر وی. هیله چی هیوادوال مو همیش اصلی،موثر او پیژندل شوو منابعو څخه خپل معلومات ترلاسه کړی او پرته له اطمینان او دقیق معلومات دریځ غوره نکړی او غلط قضاوت ونکړی.

انجنیر حبیب الرحمن حکمتیار