حبیب الرحمن حکمتیار
Habiburahman Hekmatyar

د سولی لپاره ټول هیوادوال هیلی لری ، خو دا هم په پام کی ونیسی چی ډاډمنه سوله او امنیت په آسانه نه ترلاسه کیږی.

بازگشت
6 سنبله 1399           
Comment  0
د سولی لپاره ټول هیوادوال هیلی لری ، خو دا هم په پام کی ونیسی چی ډاډمنه سوله او امنیت په آسانه نه ترلاسه کیږی.

مری کلدور د نړیوال جنګی اقتصاد تر عنوان لاندی په زړه پوری معلومات ورکوی. هغه یو جدول وړاندی کړی چی وروسته پاتی او جنګ ځپلی هیوادونه ورسره مخ دی.

دا جدول پر افغانستان ډیر ښه تطبیق کیږی، او ښیی چی زموږ په څیر هیوادو کی له کومو لارو پیسی تولید کیږی:

۱-خارجی هیوادونه :ګاونډیان، ملاتړی هیوادونه،استعمارګر قووتونه،اسلامی هیوادونه
۲-بشر دوستانه مرستی،غیر دولتی سازمانونه،او نړیوال سازمانونه
۳-مهاجر شوی هیوادوال چی له بهرنی هیوادو خپل کورنی غړو ته پیسی لیږی
۴-مخدره مواد،معادن،او...

جدول کی لیدل کیږی چی دا پیسی حکومت، عوام او مسلح ځواک ته ورکول کیږی او په مختلفو چینلو مخالفین هم تری ګټه پورته کوی.

یواځنی لار د دی لپاره چی ډاډمنه سوله او امنیت راشی داده چی د پیسو د تولید دا څلور لاری بندی شی، او د دی لپاره چی دا څلور لاری بندی شی یواځنی حل لار داده چی هیواد مو تولید لوری ته لاړ شی، او تولید لوری ته ورتلل ډیر وخت ته ضرورت لری.
نو اوسنی ستونزی به څه نا څه په سولی سره کم شی، هغه هم هغه مهال چی سوله وشی، نه دا چی کوڅه په کوڅه جنګ ښارو ته راشی. خو ستونزی هغه مهال بیخی ورکیدی شی چی هیواد مو تولیدی شی.

البته په دروغو نه کیږی، دا کار ډیر وخت ته ضرورت لری، هرڅه مو چی ذهن او تصور ته راځی هغه د کولو نه ده او ولس ته هم په دروغ ویلو حالت نه سم کیږی. ښه داده چی پخپل وخت د ګوتو په شمیر څو اساسی کارونه ترسره شی او راتلونکی افراد همدی سلسلی ته دوام ورکړی ترڅو په یو مشخص وخت کی چی هغه هم کیدی شی څو لسیزی وی ډیر اساسی کارونه وکړل شو.