حبیب الرحمن حکمتیار
Habiburahman Hekmatyar

څه وخت مخکی ئی په دی تورن کړم چی د ځمکو غضب کوم!!

بازگشت
16 سرطان 1399           
Comment  0

څه وخت مخکی ئی په دی تورن کړم چی د ځمکو غضب کوم!! اوس ئی شروع کړی چی نیول شوی یم!! زه یواځی د یو ښارګوتی لیدو ته ورغلی وم او بس. هلته یوه ټوټه ځمکه هم نه لرم. دوی بیچاره ګانو لاره ورکه کړی، اوس هری خواته خوله اچوی. شاید هډوکی کم ورته رسی. غواړی د مالک توجه ځان په لور واړوی ترڅو څه ورته واچوی.
یو څه وخت می ځانته ویل چی ښه به دا وی چی ډیر انتقاد ونکړم، خو کله کله چی حالت ته او د مسولینو پر ځان بی ځایه باور او ولس ته د دروغو بوجی بوجی وربارول ګورم نو د صبر کاسه می ډکه شی، که څه هم په ضرر می تمامیږی خو چوپ پاته کیدا ستونزمن شی، له خپلی خبری تیر شم او سکوت راته بد ښکاره شی. ځینو ته ځان په دی ښه ښکاری چی جهان به په ډوزو ګټی. چی پر غلط کار ئی انتقاد وکړی، ځواب نه لری او په سلو نورو دروغو پر تا شروع کړی. ځینی خو دومره سپک وی چی د ځان مشهورتیا لپاره یی همغه متل ته مخه کړی وی چی لیونی له خپلی ښځی پوښتنه وکړه چی کلی کی څنګه مشهور شم ، ښځی هم ورته ویلی ول چی د کلی مسجد کی مرداری وکړه ټول به دی په سبا ورځ یادوی. دغه ښکنځلماران د مشهورتیا لپاره همدا کوی . دا هم د شرم خبره ده چی ځینی بی وجدانه د ښکنځلو لپاره خلکو ته معاش حواله کوی چی سومره ډیر وغاپی ډیر یی نازوی.
چی هیواد کی نا امنی ، فساد، وژنی هره ورځ زیاتوالی سره مخ کیږی، روابط تر ټولو بد حالت ته رسیدلی وی. مشروعیت کمزوی وی. چی بار بار ټاکنی ریشخند سره مخ کړی. د امریکا د امنیت مشاور لیکی چی ټاکنو کامیاب نوماند نه درلود خو دوی دغه اوسنی ویشلی حکومت رامنځته کړ، چی مالی مرستی کمی شی خو فساد زیاد شی. فساد سره د مبارزی خبره کوی خو د نړی په کچه تر ټولو مفسد حکومت یو چارواکی د فساد په تور نه نیسی بیا هغه چی د ښه حکومت والی چیغی وهی قصه لا بدرنګه کړی. قانون شته قانون شته بندیان ژر نشی خوشی کیدی، خو خپله له همدی خبری وروسته وایی په ۲ ورځو کی می دوه زره خوشی کړل!! دا بیا څنګه !!؟ قانون وایی دوه تابیعته وزیر نشی کیدی خو تکیه سر تر پای پر دوه تابیعتو وی. لکه چی دی وطن کی با استعداد ځوانان او مشران نشته. د سړی زامن ورته یواځی همغه ښکاری، د پردو د خوښی لپاره باید تعیینات داسی وشی. یو وخت پر شوروی تکیه کمونستانو همداسی کول اوس پر غرب تکیه غربپال د همغو په څیر تعیینات کوی. په قاچاق ، مخدره مواد، فساد او په نا امنی کی یی هیواد د نړی په کچه لومړی مقام ته رسولی خو شرم نه لری ښکنځلمارانو یی پر نورو خوله خلاصه کړی وی.
ما بار بار ویلی دا کچه ښکنځلماران د انتقاد لپاره ښه داده چی یوه مرجع پیدا کړی، زه یو ځوان یم، د هیواد د چارو مسول نه یم، پر ما مو انتقاد د خپلو مشرانو ناکامی ،بی واکی،فساد،ناامنی،عدم مشروعیت نشی پاکولی. بلی ورځی ته که معمولی تغییر راشی بیا می په صفاتو نه موړیږی. بیخی مریضان یاست.