حبیب الرحمن حکمتیار
Habiburahman Hekmatyar

بل لوی خیانت او شرم، تر دی حده لویه غلا ،ولس ته فریب او فساد چی نړیوال ریکارد یی په دی کار سره مات کړ. اوس به دی خیانت او فساد ته څوک هیئت ټاکی!!

بازگشت
16 سرطان 1399           
Comment  0

بل لوی خیانت او شرم، تر دی حده لویه غلا ،ولس ته فریب او فساد چی نړیوال ریکارد یی په دی کار سره مات کړ. اوس به دی خیانت او فساد ته څوک هیئت ټاکی!!

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن په خپل تازه لیکل شوي کتاب کې ویلي چې د افغانستان د ۲۰۱۹ کال ولسمشریزې ټاکنې نه اشرف غني او نه ډاکټر عبدالله ګټلې وې بلکې ټاکنې دویم پړاو ته تللې وې خو داسی و نه شول.

موږ سره لومړی خپله بهرنیان خیانت کوی، نړیوال سازمانونه او امریکا، نظارت د اصلاحاتو په موخه نه بلکی د خپلو اهدافو لپاره کوی او دی سره سره افغانان ښه ډیر مسخره کوی، افغانان دومره سپک او کمزوری دوی ته ښکاری چی څو لسیزی هم صبر نه کوی ترڅو خپل خیانت څرګند کړی بلکی کال نه وی پوره او دوی کتابو کی حقایق ولیکی، د هغه افغان لوری پروا هم نه کوی چی دوی سره یی پټ پروتوکول درلود او دی خیانت او تصمیم کی ورسره شریک ول.

دا چی درملوک کمپنی د ټاکنو پایلی آنلاین او ژر اعلان نکړی او دا چی حکومت په دوه برخو وویشل شو هم د جان بولټن خبره تصدیق کوی چی لومړی پړاو کی یوه هم د رایو اکثریت نه وی ترلاسه کړی.

بل دا چی که لومړی پړاو کی ډاکټر عبدالله او اشرف غنی اکثریت رأی نه وی ترلاسه کړی یعنی دا چی رأی تر دی هم ډیره کمه وه او ټاکنو کی ډیر کم تعداد خلکو برخه اخسته وه .

بل دا چی دی کار سره دوی د ټاکنو جنازه پورته کړه او دخلکو باور یی پر ټاکنو بیخی له بیخه ختم کړ.

دی سره سره په اوس وخت کی دا حقیقت څرګندول د دی موخی لپاره هم کیږی ترڅو د حکومت مشروعیت لا هم کم کړی، مخالفینو ته ډیر مشروعیت او پر حکومت فشارونه ډیر کړی، له یوی خوا د جنګ فشار او له بلی خوا سیاسی فشار ترڅو حکومت مجبور وی د دوی په خوښه کار وکړی .

عجیبه داده چی د لوړی دوه مراسم مو درلودل، که یوه لوری په زوره او درغلی ځان ته د رئیس جمهور نوم ورکړ بل لوری هم حق درلود ترڅو نیم حکومت ترلاسه کړی . او دا د افغانستان د شل کلنی دموکراسی پایله وه، هغه چی د ډیرو برنامو ادعا کوی داسی خیانت ترسره کوی. افسوس.