حبیب الرحمن حکمتیار
Habiburahman Hekmatyar

له ټولو دغو ماتو وروسته به آيا متحده ايالات خپل وحدت او پر نړۍ سياسي او مالي سلطې ته دوام وركړى شي؟ - دوهم قسمت

بازگشت
31 جوزا 1399           
Comment  0

·                 دا چي د پاڅون آرامولو لپاره؛ نن او د لومړي ځل لپاره؛ يو تورپوستى د لوى درستيز په توگه غوره كېږي؛ همدا حقيقت په گوته كوي؛ يو مسكن ټابليټ؛ تورپوستو ته دا پيغام لېږل چي تبعيض له منځه وړو!! او يا ښايي د دې لپاره چي كه سبا د پاڅون ځپلو لپاره له فوځي ځواك استفاده وشي نو پړه به ئې د يوه تورپوستي لوى درستيز پر اوږو وي؛ نه د يوه سپين پوستي جنرال!!

·                 د شوروي اتحاد له زوال او پر افغانستان او عراق د امريكايانو له يرغل او د كابل او بغداد له نيولو؛  ځينو داسي غلطه انتباه واخيسته چي اوس امريكا په يوه داسي زبرځواك بدله شوې چي نه سيال لري، نه ئې څوك مقابله كولى شي او نه داسي كوم ځواك شته چي پر ټولي نړۍ د امريكا د سلطې مخه ونيولى شي. دوى نه په افغانستان كي د مقاومت د پيل او دوام تصور كولى شو او نه هم په عراق كي. په افغانستان كي د مقاومت پيل او گړندۍ ودي او له يوې سيمي بلي ته خورېدل او بيا د عراقي مجاهدينو شديد مقاومت؛ د ډېرو دا گمان وجړكاوو، په امريكا كي د جنگ ضد مظاهرو د دوى مخكنۍ غلطه انگېړنه مزيد متزلزله كړه او زيات ئې دې نتيجې ته ورسول چي په افغانستان او عراق باندي د امريكايانو يرغل يوه اشتباه وه، پايلې به ئې واشنگټن ته همغسي وي چي شوروي اتحاد په افغانستان كي ورسره مخامخ شو، د امريكا دا وروستۍ پر له پسې ماتي ډېرى څېړونكي دې نتيجې رسولي چي امريكا ته همغه د شوروي پايله او عاقبت منتظر دئ، نن هيڅوك دا جرأت نشي كولى چي ووايي: امريكا په زوال نه منونكي ځواك بدله شوې؟

·                 د واشنگټن واكدارانو داسي گمان كولو چي د كابل او بغداد په نيولو سره به امريكا نه يوازي خپل هغه سپكاوى جبران كړي چي په 11 ستمبر ورواوښت، بلكي د اسلام په ضد په خپلي جگړي كي به دوه هغه ملكونه ونيسي چي يو ئې مخكي د اسلامي خلافت پلازمېنه وو او په اسلامي نړۍ كي يو منل شوى فوځي ځواك گڼل كېدو او بل ئې شوروي ځواكونو ته په ماتي وركولو سره نړۍ وال اعتبار ترلاسه كړى او په اسلامي امت كي د عزت او درناوي خاص مقام لري.

·                 امريكا په افغانستان او عراق له بريد؛ معكوس نتائج ترلاسه كړل، د دې په ځاى چي د 11 ستمبر سپكاوى جبران كړي برعكس ئې مزيد سپكاوى په برخه شو، د دې په ځاى چي د امريكا ضد مقاومت وځپي برعكس دا مقاومت مزيد مضبوط او خور شو، د دې په ځاى چي د عراق د تېلو څاگاني ئې په واك كي راشي او له دې هركال په ملياردونو ډالر ترلاسه كړي او د تېلو بيع د دوى په خوښه وټاكل شي؛ برعكس د تېلو قيمت تر وړاندي ډېر زيات شو، په سر كي له (9) ډالرو اويا ډالرو ته اوچت شو، د دې پر ځاى چي د افغانستان له لاري د مركزي آسيا د تېلو په زېرمو قبضه وكړي، برعكس د افغانستان او عراق پر جگړي ئې هره مياشت تقريباً اته مليارده ډالر لگښت راغى، په افغانستان او عراق كي ئې نه امنيت تأمين كړى شو، نه پر اوضاع مسلط شول او نه ئې د مركزي آسيا له زېرمو تېل او گاز د افغانستان له لاري انتقال كړى شو.

·                 په ټولي نړۍ مخصوصاً اسلامي هېوادونو او اروپا كي د امريكا په ضد شديد نفرت او كركه؛ هومره چي نن د امريكا په ضد نړيواله كركه هغې كچي ته رسېدلې چي په ټول تاريخ كي د هيڅ استعماري ځواك په ضد دومره كركه او نفرت نه شو موندلى. د گوانتانامو، ابوغريب، بگرام او كندهار په زندانونو كي له بې وزلو بنديانو سره د دوى وحشيانه، سپك او له اخلاق او انسانيت لري چلن د دوى تور مخ لازيات تور او كرغېړن كړ، د دوى حقيقت ئې ټولو ته بربنډ كړ او د دوى په ضد ئې نړيواله كركه لازياته كړه. د جورج فلويد د وژني په وړاندي د امريكايي تورپوستو تر څنگ د نړۍ په گڼ شمېر هېوادو كي پراخ او له تشدد ډك لاريونونو وښوده چي نه يوازي آسيايي او افريقايي هېوادونه د امريكا له ظلمونو ستومانه شوي بلكي د دوى سپين پوستي اروپايي ملگري هم د دوى له سلطې تنگ دي او تغيير غواړي.

·                 دې ته مو بايد پام وي چي امريكا د نړۍ تر ټولو لوى پوروړى ملك دئ، سږ كال ئې پور (22.2) ټريليون (دوه ويشت زره دوه سوه مليارده) ډالرو ته رسېدلى. هره ورځ دوه مليارده ډالره مزيد پوروړى كېږي.

·                 د امريكا نظام د بډايانو نظام دى، خواران په كي ځپل شوي، هرڅه د څو بډايانو او د لويو لويو شركتونو خاوندانو په لاس كي دي. كمونيزم په اصل كي د دغه نظام په ضد په اروپا كي وزېږېدو او محرومو كارگرانو هغه له ظلم او بې عدالتۍ د ژغورنې وسيله وگڼلو، خو كمونيزم د اختناق، سانسور، استبداد او له حزبي ديكتاتورۍ د فردي ديكتاتورۍ په لور ولاړ او ناكام شو، كمونيزم د غرب په وړاندي ماته نه ده خوړلې، له غرب سره په خپلي مقابلې كي تل بريالى وو، له اسلام سره په مقابله كي مات شو، خو متأسفانه له دې ماتي د دې په ځاى چي مسلمانان گټه واخلي غرب ترې گټه اوچته كړه.

·                 د ملگرو ملتونو په راپور كي ويل شوي چي د امريكا 37 مليونه وگړي په خوارۍ كي ژوند كوي، نه كار روزگار لري او نه د ژوند عادي امكانات، د امريكا له اشغال بيا تر 2010 پوري د دې هېواد اصلي اوسېدونكي ريډ انډين له دې منع وو چي د تكزاس په څېر ښارونو ته داخل شي، په همدې كال دا قانون لغو شو او دوى ته اجازه وركړى شوه چي هغو ښارونو ته ننوتى شي چي د انگرېزانو په لاس د امريكا له اشغال مخكي د دوى ښارونه وو.

·                 د كورونا له كبله په دريو مياشتو كي 36 مليونه امريكايانو خپلي دندي له لاسه وركړې او دولتي مرستو ترلاسه كولو ته اړ شول!!

·                 د امريكا متحده ايالات په حقيقت كي يو هېواد نه بلكي د شوروي اتحاد په څېر د 50 هېوادونو مجموعه ده، داسي مجموعې د برلاسۍ په وخت كي متحد پاته كېدى شي، خو د ماتو او كړاوونو په وخت كي له يوه بل بېلېدل ئې حتمي وي، مخصوصاً چي ولسونه ئې نه د كومي گډي عقيدې او مفكورې په مزي سره تړل شوي وي او نه عدالت او انصاف د يوه بل څنگ ته ودرولي وي. د دې خبري په حقيقت هغه څوك ښه پوهېدى شي چي د امريكا په گڼ شمېر ايالتونو كي له آزادۍ او خپلواكۍ غوښتونكو خوځښتونو خبر وي، په امريكا كي د موجوده نظام د مخالفو غيرقانوني ډلو شمېر تر دوو سوو زيات دئ. د ډېر خبيرو محللينو رأيه دا وه چي كه د امريكا ظالمانه پانگوال نظام؛ كومي ستري ماتي وجړكاوو؛ نو دا زړه ماڼۍ به حتماً او يقيناً رانسكورېږي، دغه حقيقت ته په پام سره؛ جان كيري؛ د بش انتخاباتي حريف؛ ده ته په هغه پيام كي چي د بش له بري وروسته ئې ورولېږو؛ وويل: د جورج بش په وړاندي تر ټولو مهمه مسئله دا ده چي د امريكا د تجزيې مخنيوى وكړي!! 

·                 د جورج فلويډ د وژني په خلاف پاڅون او تشدد او تر دې وړاندي د كاترينا طوفان او د نيواورليانز د طوفان ځپلي ايالت بد وضعيت وښوده چي امريكايي ټولنه څومره كاواكه او په داخل كي له څومرو سترو سترو ستونزو سره مخامخ ده، هلته بې ساري لوټمار، ډزو، چاودنو، د امريكا له فوځ او پوليس سره د ولس نښتو، په مركزي حكومت د تور پوستو د مشرانو دغو نيوكو  چي د دې سيمي طوفان ځپلو خلكو ته په دې خاطر توجه نه كېږي چي دوى تور پوستي دي او په حكومت كي هيڅ برخه نه لري، جورج بش ويل چي لومړۍ مسئله د امنيت تأمين ده، فوځ ته امر وشو چي لوټماران وولي او وئې وژني، او نن ټرامپ غوښتل همدا كار وشي؛ خو دفاع وزير ورسره مخالفت وكړ!! دغه وضعيت نړيوالو ته ثابته كړه چي د امريكا ټولنه يوې داسي وني ته ورته ده چي له لري ستره او شنه برېښي خو د سټي منځ ئې كاواك دئ او د نسكورېدو لپاره ئې يوه سېلۍ كافي ده.

·                 سپيني ماڼۍ پرېكړه كړې چي امريكايي ځواكونه له افغانستان ژر او حتى په معاهدې كي له ټاكل شوې نېټي وړاندي وباسي، بل انتخاب او بديل نه لري، له المان ئې هم وتل پيل كړي؛ اوس دوى دې ځواكونو ته په خپل هېواد كي ضرورت لري، د پراخو مالي لگښتونو ظرفيت ئې هم محدود شوى، ښايي په عربي هېوادو كي به ځكه پاته شي چي د حضور مصارف هم د كوربه هېوادو پر غاړه دي او پر دې سربېره ډېري څه ترلاسه كوي!!

·                 افغانان بايد د هغه ورځي لپاره تيارى ونيسي چي نه به بهرني ځواكونه وي او نه هغه نظام او حكومت چي پرديو پر اشغال شوي افغانستان تپلى. له بحران د هېواد د ايستلو لپاره يوه داسي مستقل او ملت شمول محور ته ضرورت دئ چي نه پر قومي بنسټ ولاړ وي او نه پر گوندي بنسټ، له هغو جوړ شوى وي چي هېواد، ملت او ديني او ملي ارزښتونو ته ژمن او متعهد وي، د جگړي خاتمه، د ډاډمني سولي تأمين، د هېواد د خپلواكۍ، استقلال او ملي حاكميت صيانت او د ملي او ديني ارزښتونو په رڼا كي د ملت د خوښي منتخب حكومت جوړول ئې هدف او دې هدف ته د رسېدو په لار كي؛ ستړيا نه منونكې مبارزې ته چمتو وي.

حكمتيار