حبیب الرحمن حکمتیار
Habiburahman Hekmatyar

له ټولو دغو ماتو وروسته به آيا متحده ايالات خپل وحدت او پر نړۍ سياسي او مالي سلطې ته دوام وركړى شي؟ - اول قسمت

بازگشت
31 جوزا 1399           
Comment  0

هنری کسنجر د امريكا پخوانى خارجه وزير او د امنيت شورى مشاور؛ په وال ستریت ژورنال كي د يوې مقالې په ترڅ كي تر كرونا وروسته نړۍ وال حالت له هغه څه سره ورته گڼي چي له دوهمي نړۍ والي جگړي وروسته ورسره مخامخ شوه، گواښ ئې كړى چي له دې بحران زېږېدلي اقتصادي ستونزي به څو نسله دوام وكړي!! او څو نوري وړاندويني.

په دې اړه مي د ځينو مطالبو څېړل او ليكل ضروري او مفيد وگڼل:

·                 كيسينجر يهودى الاصل امريكايي دئ، په خپل پراخ شهرت كي د دوو ځانگړتياوو مرهون دئ: د يهودي رسنيو پراخ تبليغات او په خپلو تبصرو او ليكنو كي د سپيني ماڼۍ د واكمنو ستاينه او د دوى د سياستونو حمايت. د ده په وروستۍ مقالې كي به هم وگورئ چي د كرونا بحران په مديريت كي ئې د ټرامپ ستاينه كړې او ليكلي ئې دي: "څرگنده ده چي د امريكا دولت د دې فاجعې د مخنيوي لپاره د قدر وړ كار وكړ!! خو وروستۍ آزموينه به دا وي چي آيا د امريكا دولت كولى شي چي دا ویروس کنترول کړي او د خپلي ادارې پر وړتياوو عمومي اعتماد خوندي وساتي"!! دا په داسي حال كي چي سپيني ماڼۍ د كيسينجر د ادعاء خلاف؛ د دې بحران په وړاندي سخته او شرمناكه ماته خوړلې او د امريكا حيثيت او اعتبار ئې په خاورو لړلى، د دې بحران په مخنيوي او مديريت كي امريكا د نړۍ تر ټولو هېوادو ناموفق او چين تر ټولو موفق او برلاسى ثابت شو، د يوه هوښيار او عاقل انسان لپاره ښايي دا مقايسه كافي وي چي د جون تر 10 پوري چين 83046 په كرونا ويروس اخته مريضان درلودل او امريكا 2045549 دوه مليونه پنځه څلوېښت زره پنځه سوه نه څلوېښت، چين 4634 تلفات او امريكا 114148، چين لومړنى هېواد وو چي دا وبا په كي راڅرگنده شوه او امريكا په ډېرو وروستيو هېوادو كي وو او څو مياشتي ئې د مقابلې لپاره تياري ته فرصت درلود، د چين نفوس 1.43 مليارد او د امريكا 329 مليون دئ؛ يعني د چين نفوس د امريكا په پرتله 4.35 ځله زيات دئ. خو په چين كي د مبتلا شوو شمېر 0.0058% وو او په امريكا كي 0.67%؛ په دې توگه په امريكا كي د مريضانو شمېر 104 ځله تر چين زيات وو. په چين كي 0.000279 % مړينه او په امريكا كي 0.034 % يعني په امريكا كي د مړو شمېر 124 ځله تر چين زيات وو.

·د كرونا په وړاندي د متحده ايالاتو د سختي او شرمناكي ماتي بدي پايلي به په افغانستان، عراق، سوريې او ټولو هغو جنگونو كي چي دې هېواد د شوروي اتحاد له زوال وروسته په نړۍ؛ مخصوصاً اسلامي هېوادو كي پيل او په ماتي منتج شول، ډېري پراخي او ډېري ژوري وي، تر هغه هم پراخي او ژوري چي كيسينجر ئې وړاندوينه كړې.

عجيبه دا ده چي كيسينجر؛ د كورونا د گواښ او خطر په اړه عام ذهنيت؛ وېره او اندېښنه؛ غيرواقعي او ناسمه گڼلې، ټرامپ هم د كيسينجر په څېر د سپېني ماڼۍ مشاورينو د غلطو مشورو تر اغېز لاندي؛ په پيل كي د كرونا گواښ دومره عادي وگڼلو چي د ډاكټرانو پر دې سپارښتني ئې ملنډي ووهلې چي خلكو ته ئې د ورځي 15- 20 ځله د لاسونو مينځلو سپارښتنه كوله. همدا بې اعتنائي او د كيسينجر په څېر مشاورينو مشورې او تحليلونه د دې باعث شو چي امريكا د كرونا له كبله د نړۍ تر ټولو هېوادو زيات په كورونا ويروس اخته او قرباني شوي ولري، په ټولي نړۍ كي د كويد 19 مريضانو شمېر 7323918 او د مړو شمېر 413733 وو، يعني په امريكا كي د ټولي نړۍ د مريضانو درېيمه برخه او د مړو څلورمه برخه وه.

· ټرامپ د ډاكټرانو په سپارښتنو ملنډي وهلې خو مسلمانان بيا داسي وو چي ويل ئې: موږ نن ښه پوه شوو چي اسلام ولي هره ورځ په نږدې 15 ځله د لاسونو، خولې، پزي، او د بدن هغو غړو پر مكرر مينځلو گمارلي يو چي د ويريسونو، بكترياوو او جراثيمو تر بريد لاندي راځي؛ او هر ساعت د مليونو په شمېر ئې پرې كښېني او په مينځلو سره له منځه ځي. نن د دې الهي لارښووني په حكمت ښه او دقيق پوه شوو!!

·                 شوروي اتحاد يوازې د افغانستان په نه كلني جگړي كي د ماتي په نتيجه كي له زوال سره مخامخ شو، نه ئې مالي او نظامي مصارف دومره وو لكه په افغانستان كي د امريكا لگښتونه او نه ئې موده دومره اوږده وه لكه د امريكا 19 كلن جنگ، هغوى نه كاله وجنگېدل؛ تر امريكايي جنرالانو ډېر هوښيار ول؛ په يوه ناكام جنگ كي د اوږدې مودې لپاره ښكېل پاته كېدل ئې د عقل او منطق خلاف وگڼل، ژر ووتل؛ خو سره له دې ونه توانېدل د بدو پايلو مخنيوى وكړي. خو د امريكا سرټمبه او په مالي فساد كي ښكېل جنرالان له نولس كاله ناكام او بېهوده جنگ وروسته هم په افغانستان كي پر مزيد پاته كېدو او د جنگ پر دوام ټينگار كوي!! 

·                 د تاريخ په اوږدو كي د ټولو سترو سترو ځواكونو د زوال لړۍ؛ د يوې داسي بې وخته او ناسنجول شوې جگړي او په هغې كي د ماتي له كبله؛ پيل شوې چي د خپل غرور او مستي په اوج كي ئې پيل كړې.

·                 امريكا په مكرره توگه اشتباه وكړه، د افغانستان جنگ، بيا تر دې وړاندي چي دا جگړه وگټي؛ د عراق او ورپسې نوري جگړي پيلول او په ټولو كي پر له پسې ماتي؛ غرور او مستي، زور او پر نړۍ والو او د متحده ايالاتو په پنځوسو ايالاتو د سيپيني ماڼۍ هيبت او هيمنت داسي ذوب او ويلي كړ چي نه يوازي د كوريا او ايران په څېر هېوادونو هغه په وار وار چلنج كړ او وئې گواښو؛ بلكي دا دئ گورئ چي د يوه سپين پوستي پوليس په لاس د يوه تور پوستي (جورج فلويد) په وژل كېدو سره د امريكا په ټولو ايالتونو كي پراخ او له تشدد ډك تظاهرات پيل شول چي لړۍ ئې روانه ده او ورځ په ورځ ئې لمن پراخېږي، د نورو هېوادو تورپوستي او عدالت غوښتونكي هم ورسره يوځاى شول او په پراخو او سترو سترو مظاهرو ئې لاس پوري كړ.

·                 د امريكا مخكني تورپوستي جمهور رئيس اوباما؛ د خپلي كورنۍ له غړو سره په دې تظاهراتو كي شركت وكړ، د هغه دا وينا ډېر حقائق جوتوي چي وئې ويل: څلور سوه كلنه نژاد پالنه په څو ورځو كي نشي ختمېدى!!! يعني دا چي د امريكا څلور سوه كلن تاريخ؛ د نژاد پالني، د سپين پوستو د واكمنۍ او د تورپوستو د تحقير، تذليل او محكوميت تاريخ دئ!! په حقيقت كي امريكا د انگرېزانو په لاس يوه داسي اشغال شوې مستعمره ده چي امريكايي الاصله اوسېدونكي ئې له خپلو ټولو انساني حقوقو محروم شوي او ټول ارزښتونه ئې؛ د فرهنگ، كلتور، ژبي، استقلال، برابري او عدالت په شمول؛ د اشغالگرو سپين پوستو له لوري گواښل شوي او ځپل شوي. نن په ټولي امريكا كي داسي څوك نه دئ پاته چي خپله اصلي او د پلار نيكه ژبه ئې زده وي، د اشغالگرو انگرېزانو ژبه پرې تحميل شوې!!! د اشغالگرو ژبه په بشپړه توگه مسلطه او يوازينۍ ژبه ده، هم په دفتر كي، هم په تعليمي مؤسساتو كي، هم په رسنيو او په بازار او ماركيټ كي؛ له انگيريزي پرته بله ژبه نه چلېږي!! 

·                 نن د متحده ايالاتو د ټولو شتمنيو 90% د شتمنو سپين پوستو په واك كي ده، زمكي، شركتونه، ټرانسپورټ، د وسلو جوړولو فابريكې، د توليد ټول وسائل، بانكونه، مخابرات، رسنۍ، او ... دا هر څه د دوى په انحصار كي دي، د امنيتي ځواكونو قيادت او مديريت هم د دوى په واك كي دئ او د عادي پرسونل تر اويا سلنه زيات ئې هم د دوى په اختيار كي، تورپوستي په وار وار او له هر فرصت په استفادې سره؛ همداسي د ظلم، بې عدالتۍ او تبعيض په خلاف سړكونو ته راوتلي، په پراخو تظاهراتو ئې لاس پوري كړى او هر ځل په سلگونو تورپوستي د امنيتي ځواكونو له لوري په وينو كي رغړېدلي. نن هم كه تاسو د ټولو ايالتونو د پاڅون كوونكو تظاهراتو او له امنيتي ځواكونو سره د دوى نښتو ته ځير شئ نو وبه گورئ چي د امنيتي ځواكونو غوڅ اكثريت ئې سپين پوستي دي؛ حتى په هغو ايالاتو كي هم چي ډېرى اوسېدونكي ئې غيرسپين پوستي او اصلي امريكايان دي.