حبیب الرحمن حکمتیار
Habiburahman Hekmatyar

شهید عبدالولی اخلاص له اتو تنو سره په شهادت ورسید،

بازگشت
27 جوزا 1399           
Comment  0

شهید عبدالولی اخلاص له اتو تنو سره په شهادت ورسید، دوی سره یو تن چی ټپی شوی اعتراف کوی، د ملی اردو په لباس او په ام۱۶ وسلو سمبال سرتیرو دوی ودرول ترڅو د دوی اسناد وګوری، د دوی د ټولو اسناد ئی لیدلی او پس له هغه چی د عبدالولی اخلاص هویت یی پیژندلی، ټول یی شهیدان کړی او یواځی یو تن زخمی پاته شوی.
د موثرو دوستانو له خولی په خوست ولایت کی وسله وال مخالفین کله هم د ملی اردو له لباس استفاده نه کوی، او دی سره سره هغوی سره په خوست کی ام۱۶ وسله هم نشته، او داسی منظم پلان سره یی هم تراوسه کمین نه ده نیولی. له دی پرته شک دا و چی وسله وال مخالفینو به دا کړنه ترسره کړی وی، خو د ژغورل شوی کس په اعتراف، دا موضوع باید جدی تعقیب او عوامل یی وپیژندل شی او عدالت ته په لاس ورکړل شی.
که څه هم حکومت شل کاله کیږی چی زرګونو جنایاتو په هکله هیئت جوړوی او هیئت هم همیش بی نتیجی وی. امنیتی مسولین په دی هکله باید جدی وپوښتل شی.