حبیب الرحمن حکمتیار
Habiburahman Hekmatyar

انبياوو باندي ايمان

بازگشت
13 دلو 1398           
Comment  0

بسم اللّٰه الرحمن الرحيم

                   د ناشر مقدمه

د اللّٰه تعالى د پېرزوينو ممنون يو چي موږ ته ئې د يوه بل ښكلي او په زړہ پوري كتاب د خپرولو توفيق راكړ، دا كتاب د هغو درسونو د لړۍ يوه برخه ده چي ورور حكمتيار د اردوى سپاهيان رضاكار اسلام په تربيتي غونډو كي رضاكارانو ته درلودل او په 1369ﻫ ش كال كي د كتاب په بڼه كي ترتيب او چاپ شوى، بيا د ځينو عربو وروڼو په غوښتنه، په عربي ترجمه او په كافي شمېر كي خپور شوى، دا كتاب په پيغمبرانو د ايمان معنى، غوښتني او هغه دلايل وړاندي كوي چي انسان ولي پيغمبرانو ته اړ دئ، د دې درسونو دا لړۍ د لاندي پنځو كتابونو په بڼه كي خپره شوې:

1.      په اللّٰه تعالى ايمان، معنى، دلايل او غوښتني ئې.

2.      په آخرت ايمان، معنى، دلايل او غوښتني ئې.

3.      په پيغمبرانو ايمان، معنى، دلايل او غوښتني ئې.

4.      په كتابونو ايمان، معنى، دلايل او غوښتني ئې.

5.      په ملائكو او قضا او قدر ايمان، معنى، دلايل او غوښتني ئې.

د دغو اساسي مسايلو اهميت ته په پام سره مو دا غوره وگڼله چي يو ځل بيا ئې خپل خداى پال او په دين مين ولس ته وړاندي كړو، هغو باايمانو ځوانانو ته چي د غربي استعمار د فكري يرغل په ضد ئې د مبارزې سنگر تود ساتلى او غواړي د ايمان په حقيقت پوه شي، نورو ته ئې وښيي، خپل فردي او اجتماعي ژوند د ايمان په رڼا كي او د خپل رب د لارښوونو مطابق تنظيم كړي، او په آزاد او خپلواك افغانستان كي د اسلام پرتمين بيرغ رپانده وگوري، د دې كتابونو د ژوري او دقيقي مطالعې بلنه وركوو، دعاء كوو چي اللّٰه تعالى موږ په دنيا او آخرت كي د هغو تورياليو مبارزينو په صف كي محسوب كړي چي له اللّٰه تعالى پرته بل چا ته سر نه ټيټوي، له بل چا طمعه او وېره نه لري، د خپل رب رضا لټوي او دې سپېڅلي هدف ته د رسېدو په لار كي هري قربانۍ ته چمتو دي.

اللّٰهم اهدنا الصراط المستقيم

 




دانلود / Download