حبیب الرحمن حکمتیار
Habiburahman Hekmatyar

استراليا کي د اور لگيدو له کبله بي ځايه شوو او وژل شوو حيواناتو سره د افغانانو په شمول ټولې نړۍ همدردي ښکاره کړه.

بازگشت
29 جدی 1398           
Comment  0

لاکن يوازې تېر کال (٢٠١٩) کي شاوخوا شپږ لکه افغانان د جنگ له کبله بي ځايه شو چي همدومره خلک نزدې تېرو څو کلونو کي هر کال بي ځايه کيږي.

 تېر کال يوازې نهو مياشتو کي امريکايانو اته زره بمونه پر افغانانو ويشتلي؛ يوازي د روژې په مياشت کي لس زره افغانان وژل شوي دي.

په تېرو دوه لسيزو کي د وژل شوو افغانانو شمير تر اته لکو اوړي خو نه افغانانو ورسره همدردي وکړه او نه نړۍ. نه پرې نړۍ ځان خبر کړ او نه پرې افغانان خبر شول.

نړۍ ته له افغانانو د استراليا ځناور با ارزښته ښکاري؛ هغه نړۍ چي د بشري حقوقو دعوه هم کوي.