حبیب الرحمن حکمتیار
Habiburahman Hekmatyar

د حزب اسلامي افغانستان اعلاميه

بازگشت
16 سنبله 1398           
Comment  0

بسم الله الرحمن الرحيم

حزب اسلامي يو ځل بيا او په كلكو الفاظو د ولسي وگړو خلاف د دولت او بهرنيو وحشيانه شپني عمليات او په ترڅ كي ئې د مظلومو افغانانو بې رحمانه وژني غندي، په ځانگړې توگه په ننگرهار كي د چهار شنبې شپې هغه بريد چي د يوې كورنۍ څلور زده كړي زلميان په كي ووژل شول.

د دولت غبرگون د دې او دې ته ورته پېښو په ارتباط نه له اسلامي ارزښتونو او لارښوونو سره اړخ لگوي او نه له انساني سلوك او معيارونو سره، نه دا كافي ده چي د ملي امنيت رئيس استعفاء وكړه او نه د دې ستر جنايت د څېړني لپاره د هيئت ټاكنه؛ د داسي پېښو غوښتنه دا وه چي د وحدت ملي مفسد حكومت كابينې لا ډېر وړاندي استعفاء كړې وى، بايد د داسي جنايتونو عاملين او آمرين لا د مخه محاكمه او د شريعت مطابق مجازات شوي وى، دا وحشي جنايتكاران بايد د وژل شوو ورثه وو ته د قصاص لپاره سپارل شوي وى او په علني توگه د شريعت حكم پرې تطبيق شوى وى.

حزب اسلامي افغانستان

14سنبله 1398