حبیب الرحمن حکمتیار
Habiburahman Hekmatyar

حکومت د عام ولس په وژلو کی تر مخالفینو ډیر مخکښ دی .

بازگشت
16 سنبله 1398           
Comment  0

د  یوناما دفتر د ګزارش له مخی حکومت او نړیوال متحدین یی د ۲۰۱۹ کال لومړی شپږ میاشتو کی تر مخالفینو ډیر عام وګړی وژلی او وژنی، دا وژنی د ښاغلی اشرف غنی د حکومت په دوران کی ډیر زیاتوالی موندلی. خبره داده چی که طالب د جنګ په ډګر کی ملامت وی،د زندان او د وژلو مستحق وبلل شی ولی د حکومت مشرتابه چی د هغه په امر عام ولس وژل کیږی په دی اړه نه پوښتل کیږی؟؟ آیا فرق داده چی حکومتی مقام لری، بهرنی هیوادو کی زده کړی کړی،  نیکتایی او پتلون لری او رسنی یی په اختیار کی دی؟ د همدی له کبله دوی پاک دی؟

 په سلګونه زره افغانان په دی پنځه کالو کی ووژل شول او ټپیان شول، په سلګونه زره افغانان د هیواد دننه د حکومت د غلط جنګی ستراتیژی له کبله هر کال بی ځایه شوی، په سلګونه زره هیواد نه بهر ووتل، او زرګونه شرکتونه د امنیت له کبله وتړل شول. یواځی د روژی‌په میاشت کی لس زره افغانان په شهادت رسیدلی، د بهرنیانو له لوری چی څوک هم وژل کیږی حکومت د یو ځل لپاره هم غبرګون څرګند نکړ او د حکومت په حملو کی هره ورځ لسګونه بی ګناه افغانان وژل کیږی.

 پرون جلال آباد ښار کی څلور بی ګناه وګړی حاجی بهادر زاخیلوال،قاضی عبدالقادر صدیق د  مشرانو جرګی سلاکار ،جهانزیب زاخیلوال او عبدالصبور زاخیلوال  ننګرهار چوک کی مشهور صرافان د حکومت له لوری ووژل شول.

سفر دو قطعه وایی چی دا د داعش غړی ول، ولایت مقام وایی دا ملکی غړی ول او رئیس جمهور دی قضیه وڅیړی.

د دی ټولو ځواب باید د حکومت مشرتابه ورکړی.

همداسی ظلم یی په میدان وردګ،ګردیز،لغمان،کندز،بلخ،بدخشان او ډیرو نورو ولایاتو کی کړی او هره شپه یی کوی. چی متاسفنه رسنی هیڅ خبر پری نه جوړوی. همدا د جنګ غلطه ستراتیژی او ظلم ده چی د حکومت مخالفین په دی پنڅه کالو کی ډیر زیات شول او قوت یی پیدا کړ. افغانان پنځه کاله د سخت ناکام ، ظالم،عوام فریب او دروغجن حکومت شاهد ول.

حبیب الرحمن حکمتیار