حبیب الرحمن حکمتیار
Habiburahman Hekmatyar

حکمتیار: زما په اړه هم تبلیغات شوي ښه ډېره بی انتها

بازگشت
9 سنبله 1398           
Comment  0

زما په اړه هم تبلیغات شوي ښه ډېره بی انتها، خو الحمدلله ځای یې ندی نیولی خبره تر دې حده هم رسیدلې چې په فیسبوک او نورو رسنیو کې د دوو نجونو عکسونه واچول شولُ به دې نامه چې ګواکی دا دواړه زما لوڼې دي او ګواکې دا د امریکا سفارت ته ورغلي او زما او د امریکا د سفارت ترمنځ ارتباطات هم له هغې وروسته پیل شوي چې لا زه کابل ته نه وم راغلی چې دوئ همدا ویل چې هغه کس هم په یو سفارت پورې تړلې دی او مامور شوی و چې همدا تبلیغات وکړي (امر ورته شوی و) په داسې حال کې چې په دې ډول نجونې زما په ټوله کورنۍ کې نشته او زه ګومان نه کوم چې زما د اولاد به څوک هم تر نن پورې د امریکا سفارت ته تللی وي د حزب غړي به ورغلي وي خو زما د کورنۍ  غړی کابل ته له راتلو وروسته هم او وړاندې هم زما د ټولې کورنۍ یو فرد هم د زامنو په شمول له امریکایانو سره نه یوازې په سفارت کې نه دې لیدلي، بلکې په بل کوم ځای کې یې هم نه دي لیدلي او ما قصدا دا لار غوره کړه چې زموږ او د دولت مذاکرات بین الافغاني وي او د امریکایانو له وساطت پرته ترسره شي او طالبانو دا زموږ د هیواد په خیر ده دښمن حتی دا هڅه کړې چې زما د کورنۍ په لرې غړو کې چې څه نا څه تعلق یې له ما سره در لوداو زما کور ته تله راتله د دوئ له لارې یې هم هڅه کړې چې زما د اوسیدو ځای معلوم کړي، وروسته پوه شوي یوو چې دا هم د دښمن له لوري توظیف شوي وو د بهرنیانو له لوری توظیف شوی و چې که وتوانیږی زما د کورنۍ له غړو معلومات تر لاسه کړي چې زه چیرته یم  تللي راغلي ځای ورته معلوم دی دښمن له دغسې خلکو هم استفاده کړې او حتی د حزب له ځینو غړو هم استفاده شوې چې زما موقعیت معلوم کړي خو الله تعالی دا ټولې هڅې ناکامې کړې زموږ رقیبان او دښمنان د سالم رقابت وړتیا نه لري له دې ظرفیت محروم دي له اخلاقي او انساني پولو اوښتي دي او دا کار ورته ډير اسان کار دی نه یوازې اسان دي بلکې هنر او کمال یې بولي موږ له الله تعالی سره وعده کړې پر خپل عهد کلک ولاړ یوو خپلې مبارزې ته به د ژوند تر پایه دوام ورکوو هماغه لار چې لومړۍ ورځ مو غوره کړې وه پر هماغې به ځو تر نن پورې پر هماغه  لار ثابت قدم پاتې شوي یوو دعا مو دا ده چې الله تعالی توفیق راکړي چې د ژوند تر اخیري سلګۍ پر همدې لار ثابت پاتې شوو، ثبات سره استقامت سره، ډاډ او ا‌طمینان سره، له معمولي انحراف پرته پرمخ ولاړ شو، عهد مو همدا دی او پردې عهد کلک ولاړ یوو، نه د تو‌طئو پروا کوو، نه د ترور له هځو وېریږو، په غونډو د راکټ ورولو هم ویره نه لرو او له تبلیغاتو هم، ما پرون هم په دي غونډه کې ورونو ته وویل چې موږ او تاسو خو هماغه یوو چې ورونه مو، همسنګران مو، پلرونه مو چې له پاسه به جیټ ‌طیارې ګرځیدلې، بمونه او راکټونه به ئې ورول، موږ او هغوئ په خپل سنګرونه ساتل، موږ هماغه یوو، دښمن دی پوه شی، هغه چې له بمونه لاندې هم خپل سنګرونه دښمن ته نه دي پرېښی، له ‌تو‌طئو او تبلیغاتو به ځه ویره لري، موږ به خپلو جلسو ته هم ادامه ورکوو، خطرناکو څایونو ته به هم ورځو، پرون زما ډېر ټینګار درلود چې د خوږمن صاحب قبر ته هم ولاړ شو او دعا ورته وکړو، خو ورونو موافقه و نه کړه، موږ د حاجي کشمیر خان قبر ته هم ولاړو، په داسې حال کې چې امنیتي څواکونه د شیګل ولسوالۍ مقام پورې ولاړل او ویل ئې چې له دې پورته موږ ته د تلو اجازه نه شته، خو موږ د دې تر اخره ولاړلو، هلته مې خبریالانو ته وویل چې باور وکړئ چی دا نن زه دا ټول رخصت کړم او یوازې دلته پاته شم، زه به دلته دومره د ډاډ او ا‌طمینان احساس کووم چې به کابل کې ئې نه کوم او همدا مې د زړه خبره وه او واقعیت هم همدا دی، دغسې نورې سیمې لرو چې موږ هلته ولاړ شو، همداسی احساس د ا‌طمینان به کوو، خبریالانو پوښتنه وکړه چې ولې ما ورته وویل چې موږ یو له بل سره پیژنو، پر یو بل باور لرو، موږ د ایمان  او عقیدې ملګري یوو، زه داسې فکر کووم چې حزب اسلامي د افغانستان به هر کلي کې ولایت او ولسوالۍ خو پرېږده، په هر کلي کی داسې ځوک لری چې موږ پرې باور  کولی شو او که زه بیا غره ته خیژم نو کولی شم د هغوئ کورته ولاړ شم او ځو ورځی تېرې کړم دې پنځوس کلنې مبارزې موږ ته همداسې ځه را زده کړي دي د حزب اسلامي غړي ازمویل شوي، ستونزې ئې ګاللي، له خطرونو تېر شوي، له تهدیدونو او ګواښونو سره مخامخ شوي، نه ئې خبل ا یمان پلورلی او نه ئې خبل تعهد له حزب سره مات کړی، مزید قربانیو ته هم چمتو دي، پرخپلې بریا باور لرو او که سینه مو په مرمیو هم سورۍ سورۍ شي هم به وایو چې د کعبې به رب قسم چې کامیاب یو، هماغه د صحابه وو شعار به ورکوو، د مرګ به حالت کې به مو هم شعار همدا وی دښمن کولی شي چې له موږ فقط دغه دوه انتظاره ولري یو بریا او بل شهادت، چې زموږ لپاره دواړه بریالیتوب دی، همدا شعار او عقیده مو هم ده، پر الله جل جلاله توکل کوو او هغه ځان ته کافی بولو.