حبیب الرحمن حکمتیار
Habiburahman Hekmatyar

د 1398 کال كمكي اختر په مناسبت د محترم ورور حكمتيار پيغام

بازگشت
25 جوزا 1398           
Comment  0
د كمكي اختر په مناسبت پيغام
بسم اللّٰه الرحمٰن الرحيم
فَٱصۡبِرۡ كَمَا صَبَرَ أُوْلُواْ ٱلۡعَزۡمِ مِنَ ٱلرُّسُلِ وَلَا تَسۡتَعۡجِل لَّهُمۡ ۚ كَأَنَّهُمۡ يَوۡمَ يَرَوۡنَ مَا يُوعَدُونَ لَمۡ يَلۡبَثُوٓاْ إِلَّا سَاعَةٗ مِّن نَّهَارِۢۚ بَلَٰغٞ ۚ فَهَلۡ يُهۡلَكُ إِلَّا ٱلۡقَوۡمُ ٱلۡفَٰسِقُونَ . الأحقاف: ٣٥
نو داسي صبر كوه لكه چي هوډمنو پيغمبرانو صبر كړى او د دوى په اړہ تلوار مه كوه، په كومه ورځ چي دوى به هغه څه وگوري چي وعده ئې وركول كېږي؛ داسي به وي لكه چي د ورځي له يوې گنټې پرته ئې ځنډ او درنگ نه وي كړى. دا يو ابلاغ او اعلان دئ، نو آيا له دغو فاسقو وگړو پرته به بل څوك هلاك كړى شي؟!
وروڼو خويندو! 
گرانو هېوادوالو! السلام عليكم و رحمة الله و بركاته و بعد:
د كمكي اختر د رارسېدو په مناسبت مباركي وايم، دعاء كوم چي اللّٰه تعالى زموږ گران هېواد له روان دردناك بحران، جگړو او ناامنيو وژغوري، زموږ مؤمن ملت ته عزتمن او سوكاله ژوند ورپه برخه كړي، او په خپلواك او آزاد افغانستان كي د يوه واقعي اسلامي حكومت په راتلو سره زموږ د شهيدانو، غازيانو او سرلوړو مجاهدينو نېكي او سپېڅلي هيلي ترسره كړي. إن شاء اللّٰه روان دردناك حالت، ناامني او جگړه به حتماً او ډېر ژر پاى ته رسي، سرلوړي افغانان به خپل برخليك په خپله ټاكي او د خپلي خوښي نظام او صالح مشران به غوره كوي. 
له دې فرصت په استفادې سره څو عرائض لرم:
د افغانستان روان بحران دوه ستر او اساسي عوامل لري: 1- زموږ په كورنيو چارو كي د بهرنيو شرخوښو لويي غوښتونكو ځواكونو تېرى او لاسوهني او 2- هغه داخلي پرديپالي كړۍ چي د بهرنيو په مټ ئې اقتدار ته د رسېدو هڅه كړې او لا ئې كوي. همدغو دا جنگ پر افغانانو تپلى، پر دوام ئې پانگوني كوي، د دوى استخباراتي شبكې دا جنگ پالي، همدغو خپل سياسي، اقتصادي، استخباراتي او نظامي رقابتونه افغانستان ته راانتقال كړي، هر يو غواړي پر افغانستان د تسلط له لاري پر ټولي سيمي او زېرمو ئې مسلط شي، يو مركزي آسيا ته د افغانستان له لاري رسېدل او پر سيمي بشپړه واكمني غواړي، بل هڅه كوي دا سيمه په خپل گورت كي ولري، مظلوم افغانان د دغو ناولو رقابتونو قربانيان دي، دا څلور لسيزي كېږي چي د دې تحميلي جنگ په اور كي سوزي، استقلال، خپلواكي، ملي حاكميت، ارضي تماميت، ديني او ملي ارزښتونه ئې گواښل شوي، حكومت او نظام ئې بهرنيان ورته ټاكي، كورنى او بهرنى سياست ئې هغوى وضع كوي، خپل او پردى، دوست او دښمن هغوى او د خپلو معيارونو او گټو له مخي ورته ټاكي، واكمنان او مشران ئې هغوى غوره كوي، دا كورنۍ او بهرنۍ سپېرې كړۍ؛ نه زموږ هېواد كي ځواكمن مركزي حكومت خوښوي، نه مستقل ملت شمول سياسي گوندونه، نه دروند او د ملت ممثل پارلمان او جرگې، نه پر يوه ډاډمن محور د ټول ملت راغونډېدا او نه مستقل، خپلواك او سرلوړى افغانستان، دوى د هر هغه سياسي او فكري خوځښت مخه نيسي چي هدف ئې خپلواكي ترلاسه كول، ملي حاكميت تأمينول او د ملي وحدت او يووالي استحكام وي.  
دا جگړه هغه مهال پاى ته رسېدى شي چي كورني او بهرني عوامل ئې پاى ته ورسېږي، افغانان پرېښودي شي چي خپل برخليك په خپله او د بهرنيو له هر راز مداخلې او وصايت پرته وټاكي، زموږ نظام او چارواكي ئې د ملت په خوښه او د شفافو او عادلانه انتخاباتو له لاري غوره شي، حكام مو ملي او ديني ارزښتونو ته ژمن وي، قانون ته درناوى ولري، هيڅ مقام ځان تر قانون لوړ ونه گڼي او د ويتو حق ونه لري، اقتدار ته د رسېدو او له يوه بل ته انتقال كي د افغانانو وينه توى نشي، د خلكو سر، مال او عزت له هر راز تېري خوندي وي، حكومت مو د دې خوندي ساتلو مسئوليت پر غاړه ولري او له عهدې ئې د وتلو توان ولري، خو نن وضعيت داسي دئ چي هره ورځ د سلگونو بې گناه او مظلومو افغانانو ويني توئېږي، خو چارواكي مو نه يوازي د بې گناه افغانانو د مسلسل وژلو له مخنيوي عاجز دي بلكي د تأسف، تسليت، اعتراض او غندني غږ هم نه ترې اورېدل كېږي!! د انتخاباتو د څرنگوالي په اړه سياسي گوندونه او د انتخاباتو كميسيون توافق كوي، داسي چي څلور انتخابات به هممهاله او له ځنډ پرته دائرېږي، د انتخاباتو مخكنى منحط سيستم به نوي سيستم ته اوړي، نوم ثبتونه او رأى كارونه به له معياري بايومترك وسائلو په استفادې سره ترسره كېږي، دولت هم دا توافق او گډه اعلاميه تأييدوي، د رسنيو له لاري منعكس كېږي، خو ناڅاپي د ملل متحد د دفتر مسئول د بهرنيو سفارتونو په ايما او فرمان؛   دا پرېكړه ويتو كوي او په ناوړه لهجه وايي: څلور انتخابات همههاله دائرول له ځان وژني سره مترادف تصميم دئ!! د همدې غلط او زموږ د ملي حاكميت خلاف مداخلې په اړه نه يوازي اړوند دولتي مسئولين له مناسب غبرگون ډډه كوي بلكي غاړه ږدي او د افغانانو خپلمنځي پرېكړه او توافق ترپښو لاندي كوي، اعلان كوي چي د ميزان په شپږمه به يوازي د جمهوري رياست انتخابات ترسره كېږي!! 
افغانانو ته دا پرېكړه قطعاً د منلو نه ده، موږ پر شفافو انتخاباتو ټينگار كوو، د ولسواليو او ولايتي شورى گانو انتخابات همدومره ارزښت لري لكه د جمهوري رياست انتخابات، دا غرضي او مرضي بهرنۍ او كورنۍ كړۍ دي چي د سياسي موخو له كبله دا انتخابات د مخكي په څېر ځنډوي، دوى د دې لپاره دا انتخابات ځنډوي چي د قانوني لويي جرگې له جوړېدو وېره لري!! 
همدا سپېرې كړۍ د سولي په وړاندي خنډونه راولاړوي، دولت نه د سولي لپاره كوم رغنده ابتكار لري، نه واضح او په دولت كي د شاملو لوريو متفقه طرح او نه جدي اراده، حتى په دې لوري كي د سولي او نورو ملي مسائلو په اړه د تصميم داسي مقتدره مرجع هم نشته چي ټول تمثيل كړي او پرېكړو ته ئې التزام ولري. سوله په ټول ملت پوري تړلې ستره ملي مسئله ده، بايد د افرادو او جنگ غوښتونكو له انحصار او يرغمل وايستل شي، هيڅوك بايد د سولي په اړه د ويټو حق ونه لري.  
د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته؛ له نوي بحران سره مخامخ شوي يو، د تپل شوي ملي وحدت حكومت عمر پاى ته رسېدلى، ډېرى افغانان ئې غيرمشروع او غيرقانوني گڼي؛ هغه چي د يوه اضطراري حل او د اجباري سهامي شركت په سترگه ئې ورته كتل؛ اوس په هغوى كي ئې هم اختلاف رامنځته شوى؛ يو لورى ئې د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته غيرمشروع بولي. د لانجې د مخنيوي لپاره بايد د دولت، ټولو اغېزمنو سياسي گوندونو او مطرح شخصيتونو په مشوره گډ تصميم نيول شوى وى، په ټولو ملي مسائلو كي يو اړخيز او انفرادي تصميمونه او انفرادي پرېكړو ته د قانوني بڼي وركولو هڅي؛ لانجې او ستونزي زېږوي او په نښتو منتج كېږي. موږ د ټولو لوريو په گډ تصميم او توافق ټينگار كوو؛ كه د كوم لوري د مخالفت له كبله دا كار ونشو؛ نو موږ به له پاته لوريو سره گډ موقف غوره كوو. 
د متحده ايالاتو او طالبانو ترمنځ څو مياشتني مذاكرات لا بې نتيجې پاته دي، په كار ده په دې اړه تجديد نظر وشي، طالبان دي له دې وروسته له هغو مقابل لوري افغانانو سره د مذاكراتو او روغي جوړي لار غوره كړي چي په تېرو كلونو كي له هغوى سره په نښتو كي ښكېل شوي، دا مذاكرات بايد په بشپړه توگه او په واقعي معنى بين الافغاني وي، د بهرنيو له وساطت او وصايت پرته، هدف ئې د بحران لپاره افغاني حل لټول. ښه به وي چي ناستي ئې يا په داخل كي وي او يا په كوم بې طرف هېواد كي، نه په داسي هېواد كي چي نن او يا تر نن وړاندي له افغانانو سره په جنگ كي مخامخ ښكېل وو او يا ئې د كوم جنگي لوري سياسي او نظامي حمايت كړى.  
راشئ د تېرو څلورو لسيزو ترخو او خونړيو تجربو ته په پام سره نوې تگلاره او رغنده اسلوب غوره كړو، ټول توافق وكړو چي بحران او ټول كورني او بهرني عوامل ئې پاى ته رسوو، د حكومت جوړولو او بدلولو او له يوه بل ته د اقتدار د انتقال داسي طريقه غوره كوو چي نه په هغه كي يو څاڅكى وينه توى شي، نه توپونه، ټانكونه او جهازونه وكارول شي، نه د كودتاگانو شاهد وو، نه د وسله والو رقابتونو او نه د بهرنيو ځواكونو په مټ اقتدار ته د رسېدو سپېرو او كركجنو هڅو. 
راشئ له راتلونكو انتخاباتو د بحران د حل ډاډمنه او دائمي وسيله جوړه كړو، صادقانه تصميم ونيسو چي راتلونكي انتخابات به شفاف، عادلانه، له تقلب، جعل او تزوير پاك وي. هيڅ واجد شرائط افغان به د رأى وركولو له حق نه محروم كېږي، نه مهاجر افغانان، نه بې ځايه شوي او نه د ناامنو سيمو استوگن، د انتخاباتو پر ټول بهير بايد داسي ډاډمن نظارت تضمين شي چي هم د تقلب مخنيوى وشي او هم ئې د نتائجو په اړه بيا له لانجو او شخړو سره مخامخ نشو، پرېكړه د واقعي آراءو له مخه وشي او نتائج ئې ټولو ته د منلو وړ وي، يوازي هغه څوك بريالى وگڼل شي چي ملت پرې اعتماد كړى او هغه ئې خپل استازى ټاكلى. 
بايد پرېنږدو چي د صلحي بهير د هغو په يرغمل كي پاته شي چي جگړو پړسولي، د پرديو د گټو لپاره نيابتي جگړه پر مخ بيايي، لاسونه ئې د مظلومو افغانانو په وينو سره دي، جگړو د اشرافي ژوند، بنگلو، قصرونو او پرېمانه شتمنيو خاوندان كړي، د اشغال زېږنده او د بهرنيو ځواكونو د مټو په زور قدرت ته رسېدلي، په قدرت كي پاته كېدل غواړي او د دې پروا نه لري چي په جگړي كي افغانان مري او كور او هېواد ئې ورانېږي. 
راشئ ټول په گډه دا پرېكړه وكړو چي د جگړو او وسله والو رقابتونو ټغر د تل لپاره ټولوو، پر ځاى ئې د سالم او رغنده سياسي او فكري رقابت لار غوره كوو، داسي حالت رامنځته كوو چي د دولت له وسله والو امنيتي ځواكونو پرته په ټول هېواد كي نه بهرني وسله وال ځواكونه وي، نه د بهرنيو ځواكونو د پاته كېدا كومه بهانه او پلمه، نه په سياسي او قومي ډلو پوري تړلې مليشې او اربكي، او نه څوك له دولتي واك او وسله والو ځواكونو د خپلو قومي او سياسي رقيبانو د ځپلو لپاره استفاده وكړي.
افغانستان د نړۍ له ټولو هېوادو سره؛ مخصوصاً له هغو سره چي په نړۍ والو قضاياوو كي فعال حضور لري؛ متوازن او متعادل سياست غوره كولو ته اړ دئ، د تېرو څلوېښت كلنو خونړيو تجربو وښوده چي په بهرنيو ځواكونو پوري تړلي حكومتونه او سياستونه ئې د جنگ د پيل او دوام باعث شوي. يوازي يو مستقل، بې طرف او په سترو ځواكونو پوري ناتړلى حكومت كولى شي؛ زموږ هېواد د نيابتي او رقابتي جگړي له شر وژغوري، راشئ همداسي حكومت رامنځته كړو او له ټولو دخيلو هېواد وغواړو چي د افغانستان خپلواكي، بې طرفي او ملي حاكميت ته درناوى ولري او افغانان د خپلو رقابتونو قرباني نه كړي. 
افغان ولس بايد مطمئن وي چي إن شاء اللّٰه دا جگړه به حتماً پاى ته رسي او په خپلواك او آزاد افغانستان كي به د ملت د خوښي اسلامي حكومت جوړېږي. و ما ذلك على اللّٰه بعزيز
والسلام عليكم و رحمة الله و بركاته
حكمتيار
د 1440 هـ ق كال كمكى اختر