حبیب الرحمن حکمتیار
Habiburahman Hekmatyar

د بېلا بېلو ولايتونو يو شمېر ځوانانو د حزب اسلامي له مشر سره وکتل

بازگشت
21 حوت 1397           
Comment  0

د حزب اسلامي مشر ښاغلي حکمتیار له هېوادوالو سره د ليدنو کتنو په دوام د دوشنبې په ورځ د بېلا بېلو ولايتونو له يو شمېر ځوانانو سره په جلا جلا توګه وکتل.
لومړی د ننګرهار ولايت يو شمېر ځوانانو هر يو ذبیح الله مراد او رفیع الله عطا ښاغلي حکمتيار ته د جمهوري رياست په راتلونکو ټاکنو کې د نوماندۍ له امله مبارکي وویله او د هر راز همکارۍ ژمنه ئې ورسره وکړه.
دوې د خپلو خبرو په دوام وویل: د ننګرهار مجاهد ولس او په تېره ځوانان ستاسو د مدبرانه رهبرۍ لاندې هر ډول همکاریو ته چمتو دي او له تاسو سره به د سولې او ملي یووالي د ټینګښت لپاره په ګډه کار وکړي.
د حزب اسلامي مشر ښاغلي حکمتیار هغوی ته له ښه راغلاست وروسته وويل: څوک چې د الله تعالی په لار کي د مبارزې اراده کوي او جهاد ته د يوې فريضې په سترګه ګوري، هغوی هېڅکه نه تسلميږي او په دې لار کي هر ډول قربانۍ ته چمتو وي.
ښاغلي حکمتیار زياته کړه: انتخابات زموږ لپاره د مبارزې يو سنګر دی، له دې فرصت بايد اعظمي استفاده وشي، لکه څنګه چې د جهاد په تودو سنګرونو کې تر بل هر چا مخکې وو، همداسې بايد په ټول توان هڅه وکړو چې په دې مبارزه کې هم بريالي شو او له خلکو باید دا وغواړو چې د غلو، مفسدينو او غاصبينو ملاتړ و نه کړي.
د حزب اسلامي مشر وويل: خلک له جګړې ستړي شوي دي، په خپل هېواد کې سوله او امن غواړي، زه مطمئن يم چي که اسلام او هېواد ته ژمن شخصیتونه، په تېره علماء، ځوانان او محصلين تصميم ونيسي، حتمآ مثبت تغيير راوستلی شي.
ښاغلي حکمتيار له ځوانانو وغوښتل چي د مبارزې په لار کي د خطرونو پرواه و نه کړي او د خپلو پلرونو او نيکونو په څېر لا ډېرې قربانئ ته چمتو شي.
دغه راز د بسم الله بهشتی په مشرۍ د (حمايت بنسټ) یو شمېر ځوانانو هم له ښاغلي حکمتیار سره ناسته درلوده او په ځينو مهمو ملي مسائلو يې ورسره خبرې وکړې.
دوی وويل: لکه څنګه چي ځوانانو د تاريخ په اوږدو کي د هېواد د ساتنې او خپلواکۍ لپاره مبارزه کړې، همداسې بايد په سوله کي هم فعال رول ولوبوي او له ښاغلي حکمتیار يې وغوښتل چي ځوانانو ته پاملرنه زياته کړي.
د حزب اسلامي مشر د هغوی د غوښتنو او وړانديزونو له اورېدلو وروسته وويل: افغانان دوه لارې په مخکې لري او هغه داچي يا به د اوسني وضعیت دوام ته رايه ورکوي او يا به مثبت تغيير راولي.
ښاغلي حکمتیار زياته کړه: له ټاکنو باید د بحران د حل د يوې وسيلې په توګه استفاده وشي او که ځوانان همت وکړي، نو د انتخاباتو له لارې دا وضعيت حتمآ بدلولی شي.
د جهاد او آزادۍ رهبر وويل: سره له دې چې امريکایان له جګړې ستړې شوي دي او نه غواړي چې دا جګړه دوام وکړي، خو ځينې داسې کړۍ شته چې په جګړه کې خپلې ګټې لټوي او د جګړې په دوام ټينګار ګوي.
د حزب اسلامي مشر زياته کړه: اوس ددې وخت رارسېدلی چي افغانان په خپلو منځونو کې سره کيني او خپلې ستونزې په خپله حل کړي، له بهرنيانو باید دا تمه و نه لرو چې هغوی دې زموږ هېواد ته سوله راولي، بلکې دا کار باید پخپله وکړو.
ښاغلي حکمتيار څرګنده کړه: د افغانستان د ښمنان د افغانانو له يووالي سخت په په ويره کي دي او هڅه ئې داده چي دوی د قوم، ژبې او مذهب په نومونو سره وجنګوي او د دوی ترمنځ نفاق رامنځته کړي.
نوموړي وويل: افغانستان د ټولو افغانانو ګډ ګور دی، افغانانو د تاريخ په اوږدو کي د ورونو په څېر ژوند کړی دی، پکار ده چي خپل يووالی ټينګ وساتو، د اختلافاتو مخه ونیسو او تر يو چتر لاندې د ورونو په څېر ژوند وکړو.

د حزب اسلامي افغانستان د فرهنګي چارو رياست

۲۰/حوت/۱۳۹۷