حبیب الرحمن حکمتیار
Habiburahman Hekmatyar

لمونځ او اسرار ئې : حکمتیار

بازگشت
11 حوت 1397           
Comment  2

لمونځ ترټولو مهم او ستر عبادت دئ، په اسلام كي تربل هر عبادت پر لمانځه زيات تأكيد شوى، هومره تأكيد چي پرېښودل ئې له اسلام د وتلو نښه او په اداء كولو كي ئې كسالت د نفاق علامه گڼل شوې، گواكي دا لمونځ دئ چي مسلمان له كافر او مؤمن له منافق بېلوي. د لمانځه په اهميت هلته پوهېدى شو چي په قرآن كي د هغه په اړه په جدي او مكرر تأكيد او پخپله د لمانځه د حركاتو اوالفاظو په معنى او مقصد پوه شو.

 متأسفانه له اسلام د لري والي او د اسلامي عباداتو له روح او مقصد د بې خبرۍ له كبله؛ نن نه يوازي په عوامو كي بلكي په اسلام د پوهي مدعيانو كي هم لمونځ په يوه شكلي او تشريفاتي حركت يا دود او عادت بدل شوى.

ښايي تاسو فكر وكړئ چي كه د لمانځه حركات او الفاظ مو د فقهي احكامو مطابق وي نو حتماً به مو لمونځ مكمل او د الله په نزد مقبول وي. خو كېدى شي حقيقت داسي نه وي. زه بلنه دركوم چي لومړى دا رساله ولولئ، بيا د خپل لمانځه په اړه قضاوت وكړئ چي ستاسو لمونځ عبادت دئ كه عادت؟ او څومره بايد د خپلو لمونځونو د قبلېدو طمع ولرئ؟

په حقيقت كي لمونځ الله تعالى ته د وړاندي كېدو لپاره، له خاص احساس او شعور راولاړ شوي ځانگړي ارادي حركات او اقوال دي چي كه د لمانځه له پيل ترپايه مراعات نشي لمونځ ناقص دئ.

پدې لنډي رسالې كي به د لمانځه په اړه په لاندي مسائلو بحث كوو:

·          د لمانځه نيت او هدف ئې.

·          قبله او مقصد ئې.

·          د لمانځه حركات او محركات ئې.

·          الفاظ او معنى ئې.

·          روحيه او مربوط شعور ئې.

·          د لمانځه اغېزې.

خدايه! زموږ هغه لمونځونه د خپل وسيع كرم او لطف له مخي قبول كړې چي نه ئې د حركاتو په مفهوم او مقصد پوهېدو او نه ئې د الفاظو په معنى، هم ئې له روح غافل وو او هم له غوښتنو، له پلار نيكه په ميراث راپاته يوه دود، دستور او يا يوه تكراري عادت په څېر مو ترسره كړى، حركات او الفاظ مو د فقهي احكامو مطابق، خو له روح، معنى او شعور خالي.

الهي! موږ ته د هغه لمانځه توفيق او خوند راپه برخه كړې چي د مؤمن معراج دئ، د معنوي ارتقاء په لور ئې د روح د الوتني مهال، له محبوب معبود سره وصال، د جهاد په سنگرونو كي وسله او ډال، په ستونزو او كړاوونو كي د مستعان خداى جل شأنه د مرستي ترلاسه كولو ذريعه، پرېشانه زړونو لپاره ډاډ، د بېچاره وو چاره، د لار وركو لارښود، له منكر او فحشاء د مخنيوي وسيله، د دعاگانو د اجابت واسطه او د بنده له بندگۍ د كاملي آزادۍ د قيامونو مقدمه ده.




دانلود / Download

عبدالبصیر

11 حوت 1397


Reply |

عب

11 حوت 1397


Reply |